کندهار کې د مخدره توکو درې قاچاقبران د پولیسو له خوا ونیول شول.
د کندهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو، د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې قاچاقبران ونیول.
درې قاچاقبرانو نږدې دوه کیلو ګرامه مخدره توکي د هیرویینو له ډوله په خپله خېټه کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې ولېږدوي؛ چې د کندهار د هوايي ډګر له مخدره توکو سره د مبارزې د پولیسو له خوا ونیول شول.