کندهار کې د ترهګرو اووه کسیزه ډله ونیول شوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۴:۳۵
4

پولیسو کندهار کې د ترهګرو یوه اووه کسیزه ډله نیولې، چې په منځ کې یې درې طالبان، دوه ماین خښوونکي او دوه غلچکي بریدګر شامل دي.
له یادو کسانو څخه درې میله تفنګچې هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.