کندهار کې دوه ماین خښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې دوه ماین خښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دوه ماین خښوونکو غوښتل چې په چوپان زي سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او په ترڅ کې یې یو ماین خښوونکی وژل شوی او بل یې ټپي دی.
له ماین خښوونکو یو عراده موټرسایکل او څلور کړۍ ماینونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.