کندهار، نیمروز او لوګر کې د ترهګرو طالبانو د شپږو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی
د ملي پولیسو منسوبینو د کندهار، نیمروز او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو شپږ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
ترهګرو طالبانو د کندهار ښار په دولسمه حوزه کې دوه کړۍ ماینونه، د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې درې کړۍ ماینونه او همدارنګه د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار په کلنګار سیمه کې هم یو کړۍ ماین د ملکي مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای کړي وو.
همداراز؛ دوه ترهګر ماین جوړوونکي د کندهار ښار د دولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې په یوه استوګنیز کور کې د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.