کندهار، فراه او سرپل کې له څلورو ترورېستي پېښو مخنیوی شوی

د ملي پولیسو منسوبینو د کندهار، فراه او سرپل ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو بېلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د کندهار ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې، په فراه ښار کې او همدارنګه د سرپل ښار د کنجک کلي د سړک پر مسیر د ملکي مرګ ژوبلې او وحشت رامنځته کولو په پار ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره د ترهګرو طالبانو له څلورو ترورېستي جنایتونو چې غوښتل یې وینه تویه کړي، مخنیوی شوی دی.
د یادونې وړ ده چې ملي پولیسو د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګڼو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ۱۶۶ کړیو ماینونو او ۱۲۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو له چاودنې څخه چې د ترهګریزو پېښو د سازماندهي په موخه کارول شوي وو، مخنیوی شوی دی.