کندز کې ۲۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له هوايي ځوکونو سره ګډ د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د ټپيانو په منځ کې په کندز کې د دولتي کارکوونکو د ترور او ترهګریزو پېښو د سازماندهۍ ډلمشر هم شامل دی.
په دې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو ۲۷ ډزه د راکټ انداز ګولۍ هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.