کندز کې څلور ماشومان ټپي شوي.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۳/۴ - ۹:۵۱

د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ په یتیم کلي کې ترهګرو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په موخه یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې د ماین چاودنې له امله د دې سیمې څلور ماشومان سخت ټپي شوي دي.
دا پداسې حال کې ده چې دیني علماوو د ترهګرو ډلو جګړه د دین او خلکو په وړاندې جګړه بللې او له طالبانو یې غوښتي ترڅو د مسلمانانو د شهادت لامل نشي، خو ترهګرو طالبانو د دیني علماوو دې غوښتنې ته د ماینونو په چاودلو او په جوماتونو کې په ځانمرګو بریدونو ځواب ویلی دی.