کندز کې د ترهګرو طالبانو اته مهم غړي ووژل شول.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او د ملي اردو کمانډو ځواکونو د کندز ولایت د آقتاش ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو پر یوه پټنځای د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو څلور مهم قومندانان هر یو سید عمر مشهور په جهادمل، سمېع مشهور په عبید، عبدالبصیر مشهور په زاهد او مدثر مشهور په شهباز په ګډون اته نور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د ترهګرو طالبانو دې مهمو غړو په کندز ولایت کې د ترهګریزو پېښو په جوړولو او سازماندهۍ کې لاس درلود.
د عملیاتو په لړ کې ۴۸ کړۍ بېلابېل ماینونه، ۳۰ ډزه د درنو وسلو ګولۍ او یو شمېر مهمات او د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې یوه کارخونه ویجاړ او له منځه وړل شوي دي.