کاپيسا کې درې غیرمسووله وسله وال ونیول شول.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت په حصې دوم ولسوالۍ کې درې غیرمسووله وسله وال نیولي دي.
له یادو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل تفنګچه، یو میل آرپیکا، یو لاسي بمب، یوه مخابره او پنځه عدده شاجورونه د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې د نامسووله وسله والو یو غړی له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په لړ کې وژل شوی او درې نور یې ژوندي نیولي دي.