کابل کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۲:۵۶
7

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د "امنیتي میثاق" پر بنسټ په کابل ښار کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې نهه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د شپږمې، اومې، لسمې، دیارلسمې او شپاړلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، د وسایطو د غلا، د کورونو د لوټونې، د الکولي څښاکو، شکونې او د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه یو عراده غلا شوې واسطه، دوه سیټه غلا شوي موبایلونه او یوه قبضه برچه هم ترلاسه شوي دي.