کابل کې ۲۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، څلورمې، پنځمې، شپږمې، اومې، اتمې، دولسمې، پنځلسمې، شپاړلسمې، اولسمې، اتلسمې او یوویشتمې ناحیو او همدارنګه د دهسبز او پغمان ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وژنې، ژوبلې، د وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د عامه امن او نظم د اخلال، اخلاقي جرمونو، د نشه يي توکو د پلور، د موبایل د غلا، وسله والو نښتو او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې موټر او شپږ میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.