کابل کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې پولیسو د کابل ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د وژنې، ژوبلې، وسایطو غلا، موبایل غلا، عامه امن او نظم اخلال، د غیرقانوني وسلو ګرځونې او مغلوبه نښتو په تړاو د کابل ښار د درېیمې، اومې، اتمې، نهمې او اولسمې ناحیو او د پغمان او میربچه کوټ ولسوالیو په اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه پینځه میله کلاشینکوفونه، پینځه میله تفنګچې او دوه میله چرهيي وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.