کابل کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۹:۵۲
8

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د څلورمې، پنځمې، شپږمې، یوولسمې، دولسمې، پنځلسمې، شپاړلسمې او اولسمې ناحیو او همدارنګه د چهاراسیاب، فرزې، قره‌باغ او ده‌سبز ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وژنې، ګواښ، د موټر د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د څارنوالۍ د قرار، غلا، مغلوبه نښتې او لارنیونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې غلا شوي موټر او څلور میله وسلې هم ترلاسه شوي دي.