کابل کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۱ - ۱۵:۴۰
1

د تېرو دوه ورځو په لړ کې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳  تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د وژنی، ژوبلی، د وسایطو غلا، موبایل غلا، د موټرو د نمبرپلېټ غلا، باج‌اخیستنې او وسله‌والو غلاوو په تړاو د کابل ښار د دویمې، نهمې، لسمې، پینځلسمې او اولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه پینځه میله تفنګچې، دوه میله چره‌يي او یو عراده غلا شوی موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.