کابل کې یو وسله وال غل ونیول شو.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۷:۴۱
1

نن د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو وسله وال غل د نهمې حوزې له اړوند هودخېلو سیمې نیولی.
له نیول شوي کس څخه یو میل وسله د پولیسو لاسته ورغلې ده.
همداراز د کابل پولیسو یو عراده غلا شوې واسطه د ده سبز ولسوالۍ له اړوند سیمې نیولې، چې د کابل ښار د ۱۲ ناحیې څخه تښتول شوې وه او بېرته یې څښتن ته ورسپارلې ده.