کابل کې یو وسله وال غل ونیول شو
تېره ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې منسوبینو د یادې حوزې له اړوند سیمو یو کس د وسله والو غلاو په تور له یو میل وسلې او یو عراده نقلیه واسطې سره ونیوه.
یاد کس هم امېد نومېږي او له مودو راهیسې یې په وسله والو غلاو، لاره نیونې او د درېیمې، پنځمې، شپږمې او اومې حوزو په اړوند سیمو کې د خلکو په ټپي کولو کې لاس درلود.
نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو پرمهال په کابل کې له ۵۰ زیاتو وسله والو غلاو او لاره نیونې کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.