کابل کې یو متکرر غل ونیول شو

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۳ - ۱۰:۳۲
z
پولیسو د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ له اړوند سیمو یو متکرر غل نیولی.
نیول شوی کس امېد نومېږي او د عنایت قچې د جنایتکارې ډلې غړی و، چې په بېلابېلو قضیو لکه: وسله والې غلاوې، لاره نیونې او د خلکو په ژوبله کې یې لاس درلود.
دا کس تېره ورځ د میربچه کوټ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د پولیسو له خوا له یو میل وسلې سره ونیول شو.