کابل کې یو غلا شوی دولتي موټر اړونده بنسټ ته وسپارل شو

نن سهار ۸ بجې دوه وسله والو غلو د کابل ښار د ۱۲ امنیتي حوزې په اړوند ارزان قیمت سیمه کې د برښنا ریاست یو سپین هایلکس ډوله موټر غلا کړ.
د ملي پولیسو د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په ترڅ کې د بګرامي ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو چټک اقدام وکړ، چې په پایله کې يې یاد موټر ترلاسه او اړونده ریاست ته سپارلی دی.
د دې قضيې په تړاو یو کس "حیدر" نومی باالفعل نیول شوی دی.