کابل کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړې عملیاتي قطعې د کابل ښار د لسمې حوزې او د پغمان ولسوالۍ په قرغې بند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر شیشه او ۴۰۰ لیتره کېمیاوي توکي (د نشه يي توکو د هایدراید استیک) د پولیسو لاسته ورغلي دي.