کابل کې نامسووله وسله وال اسدالله مشهور په "خواهرزاده" له یوه ساتونکي سره یې ونیول شو

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۷:۲۹
7

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د ده سبز ولسوالۍ په "بختیاران" کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې نامسووله وسله وال اسدالله مشهور په "خواهرزاده" له یوه ساتونکي سره یو ځای نیولی دی.
یاد کس د وژنې او غلا په بېلابېلو قضیو او د ده سبز مېشتو په ځورونې تورن دی.
اسدالله د پولیسو تر څار لاندې یو له ۲۲ هدفونو و.
له دې کس څخه یو میل کلاشینکوف، نظامي تجهیزات او یو عراده کرولا ډوله موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.