کابل کې محرابي مشهور په "رییس جوانان هودخیل" ونیول شو

کابل کې محرابي مشهور په " رییس جوانان هودخیل" چې د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د غلاوو په سازماندهي کې یې نقش درلود، نیول شوی دی.
" رییس جوانان هودخیل" د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند قلعچې سیمې د یوه اوسېدونکي د څلور میلیونه پاکستانۍ کلدارو په غلا کې نقش درلود او د جرم له ترسره کولو وروسته د پولیسو تر څار لاندې و؛ چې تېره ورځ د پولیسو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار د ۱۶ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه موټر په وسیله له پېژندنې وروسته نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د نوموړي دوسیه به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټونو ته وسپارل شي.