کابل کې له چاودېدونکو توکو ډکه لېږدوونکې واسطه کشف او ترلاسه شوه

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۱:۴۰
y

د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره شپه د کابل ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې له ترکیبي چاودېدونکو توکو ډک بار وړونکی موټر کشف او ترلاسه کړی دی.
ضبط شوې واسطه "مازدا" ډوله ده، چې نږدې ۴۰۰۰ زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د "سودیم نایترېت" له ډوله په کې بار شوي وو او پولیسو د کشفي معلوماتو پر بنسټ د نهمې ناحیې په اړوند پلچرخي عمومي سړک کې کشف او ترلاسه کړې ده.
دا مواد په چاودېدونکو توکو کې استفاده کېږي او ترهګر له دې توکو څخه د ماینونو او چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ګټه اخلي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو د یاد موټر چلوونکی نیولی دی.