کابل کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۱۰:۲۳
ر

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې او پنځمې ناحیو او د بګرامیو ولسوالۍ له اړوند سیمو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو پرچون پلورونکي نیولي دي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو شپږ پلورونکي ونیول شول.
له دې کسانو څخه بېلابېل نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.