کابل کې د یوې ترهګریزې پېښې مخه ونیول شوه
پولیسو د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودلو مخه نیولې.
یاد ماین د عمومي سړک په مسیر ځای پر ځای شوی و، چې د موبایل په وسیله کنټرولېده.
ماین د ملي پولیسو له خوا له چاودلو مخکې کشف او شنډ شو.