کابل کې د وسله والو غلو څلور کسیزه ډله ونیول شوه

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۱۴:۵۹
1


د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې منسوبینو تېره ورځ د یادې حوزې په اړوند سیمو کې ځینې اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور وسله وال غله نیولي دي.
دې ډلې له څه مودې راهیسې د کابل ښار د ۱۵مې او ۱۱مې ناحیو په اړوند پرتو سیمو کې د وسایطو، هټیو او کورونو په غلا لاس پورې کاوه.
له یادو کسانو څخه یو میل وسله، یو عراده موټر او دوه قابه نمبرونه پلېټونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.