کابل کې د وسله والو غلو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه.
نن د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو د ګولايي دواخانې په اړوند سیمو کې د وسله والو غلو یوه حرفوي پنځه کسیزه ډله له پېژندنې وروسته نیولې.
نیول شوي کسان شعیب، فرهاد، احمدشاه، تازه ګل او اجمل نومېږي؛ چې له وسلو څخه په ګټڼې یې د کابل ښار د درېیمې، پنځمې، شپږمې، دیارلسمې او اتلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې په وسله والو غلاو لاس پورې کوه