کابل کې د هوايي ډزو په تړاو یو تن ونیول شو.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۴:۵۹
1

د کابل ښار د شپاړلسمې حوزې منسوبینو د یادې ناحیې یو اوسېدونکی چې په هوايي ډزو سره یې د خلکو عامه امن او نظم له منځه وړی و، نیولی دی.
نیول شوی کس هُدا نومېږي او د یادې ناحیې د نادرخان سر تپې اوسېدونکی دی.
نوموړی پولیسو ته د خلکو له خبرونې وروسته ونیول شو.