کابل کې د نننیو توغندیزو بریدونو په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د دښمنانو هڅې د تاوتریخوالي په زیاتولو او د ځینو ولسوالیو د کلابندولو په پار له ناکامۍ سره مخ شوې دي. دوی د جګړې ډګرونه بایللي او د جګړهییزې کړنلارې په بدلولو سره یې نرمو موخو ته پاملرنه زیاته کړې ده. په پوره ډاډ سره وایو چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو هر ډول وحشیانه عمل ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.
زړورو امنیتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په کابل کې د ترورېستي پېښو د طرحې او سازماندهۍ ګڼې وړې او لویې ډلې چې د دښمن نرم بریدونه او موخې به یې پلې کولې، نیولې دي.
خپلو درنو هېوادوالو په تېره بیا کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوو، چې د کابل نننۍ پېښې به په پوره غور او جدیت سره څېړل کېږي او عاملین به یې تر نیولو وروسته خپله سزا وویني.
د همدې تاوتریخوالو په تړاو نن سهار د افغانستان د خلکو دښمنانو له یوې سراچې موټر څخه په ګټې اخیستنې سره د کابل ښار د څلورمې حوزې له اړوند لبجر سیمې څخه لس ډزه توغندي توغولي، چې یاد توغندي د نهمې حوزې په اړوند هوا شناسي او زناباد استوګنیزو سیمو او همدارنګه د پنځلسمې حوزې په خواجه رواش سیمې لګېدلي، چې له امله یې زموږ یو ملکي هېوادوال شهید شوی او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.