کابل کې د نشه يي توکو شپږ پلورونکي ونیول شول.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې منسوبینو شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د درېیمې، پنځمې، لسمې او یولسمې ناحیو له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر بېلابېل ډوله نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.