کابل کې د حرفوي غلو څلور کسیزه ډله ونیول شوه

تېره شپه د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د لسمې ناحیې په اړوند قلعه فتح الله سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو حرفوي غلو څلور کسیزه ډله نیولې ده.
یاد کسان له هغې وروسته د پولیسو لخوا ونیول شول، چې تېره شپه ۸ بجې د تایمنیو په ۴ سړک یوې هټۍ ته دننه شول او د هټۍ مالونه یې له ځانه سره یوړل.
له دې کسانو څخه یو عراده موټر، یو میل وسله او یو شمېر غلا شوي مالونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.