کابل کې د الکولي څښاکو د تولید او پروسېس یوه کارخونه کشف او ضبط شوه.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو دوه تنه د الکولي څښاکو د تولید او پروسېس په تړاو نیولي دي.
نیول شویو کسانو د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمو کې د یوه استوګنیز کور دننه الکولي څښاک تولید او پروسېس کول.
له یادې کارخونې ۱۰۰۰ لیتره الکولي څښاک له یو شمېر ترکیبي توکو سره یې د الکولي څښاکو د تولید او پروسېس له یو شمېر وسایلو سره د پولیسو لاسته ورغلي دي.