کابل کې دوه وسله والو غلو ته مرګ ژوبله اوښتې.

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲ - ۸:۲۸
5

تېره شپه د کابل پولیسو د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو وسله وال غل وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
د پولیسو او غلو ترمنځ نښته هغه مهال رامنځته شوه چې غلو د اتمې ناحیې د یوه مېشتي موټر غلا کړی و او د پولیسو تر څار لاندې و.
له یادو کسانو څخه دوه عرادې غلا شوې نقلیه واسطې له دوه میله وسلو سره د پولیسو لاسته ورغلي دي.