کابل کې دوه غله ونیول شول.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۰:۱۶
z
د کابل ولایت د درېیمې حوزې منسوبینو د یادې حوزې په اړوند سیمو کې د یوه عملیات په ترڅ کې دوه هغه غله نیولي چې څه موده دمخه یې د یوه رستورانت پیسې غلا کړې وې.
یادو کسانو د پُل سرخ په سیمه کې ۲۸۰۰ امریکايي ډالر او ۱۴۰ زره افغانۍ د یوه رستورانت څخه په تېښته وړې وې او له سیمې تښتېدلي وو.
غلا شوې پیسې بېرته څښتن ته یې وسپارل شوې.