کابل کې دوه داعش ترهګر ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۰:۳۵
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، په ترڅ کې يې دوه داعش ترهګر نیولي دي.
له یادو کسانو څخه داعش ترهګرو ته اړوند د ځینو مدارکو او شواهدو د ترلاسه کېدو سربېره؛ ۱۵۷۳۰۰ افغانۍ او ۱۰۰۰ امریکايي ډالره هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.