کابل کې دوه تنه د یوه ماشوم د تښتونې په تړاو ونیول شول

د کابل پولیسو یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
تېره سه شنبه انسان تښتوونکو د کابل ښار د اوومۍ امنیتي حوزې له اړوند جنګلک سیمې یو ماشوم تښتولی و او د خلاصون په بدل کې یې د ماشوم له کورنۍ د پیسو غوښتنه کړې وه.
د کابل پولیسو هم د پنجشنبې په ورځ دوه بېل عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې یاد ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د یادونې وړ ده چې پولیسو د دې قضیې په تړاو دوه تنه چې یو یې نر او بل یې ښځه ده؛ نیولي دي.