کابل کې دوه تنه د وژنې په تړاو ونیول شول.
تېره ورځ د کابل ولایت د یوولسمې امنیتي حوزې منسوبینو د څلورمې او یوولسمې حوزو له اړوند سیمو دوه تنه د وژنې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان څلور ورځې دمخه د یوولسمې حوزې یو مېشتی وژني او وروسته تښتي، چې تېره ورځ د پولیسو له خوا له پېژندنې وروسته ونیول شول.
له یادو کسانو څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.