کابل کې درې تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو ونیول شول.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په ۱۲ ناحیه کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه اوه میله وسلې چې درې میله کلاشینکوفونه، څلور میله تفنګچې، یو شمېر مهمات او نظامي تجهیزات هم پکې شامل وو؛ د پولیسو لاسته ورغلي دي.