کابل کې تېره اوونۍ ۲۱ تنه سازماني مجرمین نیول شوي

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۷:۱
01

 د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن ماسپښين د حکومت د رسنیو په مرکز کې، د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ۲۱ تنه سازماني مجرمینو له نیول کېدو خبر ورکړ.
 نصرت رحیمي وویل، چې یاد مجرمین د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د کابل ولایت له بېلابېلو برخو نیول شوي دي.
 رحیمي وویل، چې یاد ۲۱ تنه مجرمین د بېلابېلو جرمونو لکه: وژنه، انسان تښتونه او وسله والو غلاوو په تور نیول شوي، چې د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د ریاست د منسوبینو په وسیله له لومړۍ، پنځمې، اومې، یولسمې، دولسمې، اولسمې ناحیو او د سروبي ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه نیول شوي دي.
 د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو له ډلې یوې یې ښځه ده چې د مجرمینو د یوې ډلې چې ډلمشر یې مختار مشهور په "بې دندان" دی؛ شامل دي، چې د ملي پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې له اړوند سیمو نیول شوي دی.
 نصرت رحیمي د دې خبري غونډې په پای کې وویل، چې د دې ۲۱ متکررو مجرمینو په نیول کېدو سره تېره اوونۍ د جرمونو تله ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده.