کابل ښار کې د موټرسایکل ګرځونې د بندښت په تړاو د کورنیو چارو وزارت تعقیبي خبرتیا

کورنیو چارو وزارت کابل ښار کې هغه رستورانتونو او هوټلونو ته چې انلاین خدمات وړاندې کوي؛ خبر ورکوي چې دوی کولای شي کابل ښاریانو ته خپلې چوپړتیاوې وړاندې کړي او دوی کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت د موټرسایکل ګرځونې د بندښت له خبرتیا مستثنا دي.
پولیس به د خوراکي توکو د انلاین خدماتو کارکوونکي څېړي او تر لازمې پېژندنې وروسته به دوی ته په ښار کې د تګ راتګ اجازه ورکړي.
پولیس هڅه کوي څو کابل ښاریانو ته عامه نظم ټینګ کړي او هر هغه څوک چې د کورنیو چارو وزارت له دې امریې سرغړونه وکړي، د پولیسو له قانوني جدي چلند سره به مخ شي.
له خپلو پولیسو سره همکار شئ.