کابل او کندهار کې نهه تنه د ترهګريزو پېښو د ترسراوي په تور ونيول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۸:۲۶
2

تېره شپه د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو په کابل او کندهار کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې نهه تنه د ترهګريزو پېښو د ترسراوي په تور نيولي دي.
د دې له منځه دوه تنه د کابل ښار د پنځمې ناحيې له اړوند سيمو او اوه تنه نور د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ له قاضي کارېز کلي نيول شوي دي.