کابل او هرات کې دوه تنه د ترهګریزو کړنو په تور ونیول شول.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل په بګرامیو لسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګریزو کړنو په تړاو یو شکمن کس نیولی دی.
همداراز تېره ورځ ځانګړو ځواکونو هرات کې هم یو کس چې په ترهګریزو کړنو تورن و، نیولی دی.
له یادو کسانو څخه دوه عرادې موټر او یو سیټ موبایل د پولیسو لاسته ورغلي دي.