کابل او ننګرهار کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۳:۲۹
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو بېلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او همدارنګه پچیراګام ولسوالۍ کې دوه تنه او د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې هم یو کس نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۸۸ کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
بلخوا؛ دې ځواکونو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په نهمه حوزه کې هم د عملیاتو په پایله کې ۱۲۳۰ قرصه کا نشه کوونکي تابلېتونه او یوه قبضه تومانچه کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې تر اوسه څوک ندي نیول شوي.