کابل او غزني کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۱۳:۲۶

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ولایت د اتمې، لسمې او اولسمې ناحیو؛ پغمان او بګرامیو ولسوالیو کې د پنځو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د یو شمېر نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو چې هیرویین، چرس، شیشه او تابلېت K پکې شامل دي؛ نیولي دي.
په همدې حال کې د غزني ښار د دویمې حوزې له اړوند سیمو هم دوه تنه د یو شمېر هیرویینو او امفتامینو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.