کابل او بلخ کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۹:۵۲
8

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل او بلخ ولایتونو په اړوند سیمو کې دوه بېل هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او د وسلو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې؛ د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له دوه میله کلاشینکوفونو، یوې قبضې تفنګچې او یو اندازه نظامي مهماتو-تجهیزاتو سره نیولی دی.
بلخوا؛ د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په اړوند سیمو کې هم یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو له دوه میله توغندیو، درې میله کلاشینکوفونو، یو میل پيکا، یو میل کاربین وسلې، یوې قبضې تفنګچې او درې کیلوګرامه چرسو سره یو ځای نیولی دی.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.