کابل، پروان او هرات کې ۹ تنه د وسایطو د غلا، شکونې او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول

پولیسو د کابل، پروان او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د وسایطو د غلا، شکونې او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د وسایطو یو حرفوي غل له یو عراده موټر او اولس عدده کلیو سره او همدارنګه په اومه حوزه کې دوه تر څار لاندې چپاولګر، د هرات ښار په لومړۍ او درېیمه حوزه کې د وسایطو درې غله او دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد او همداراز د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې هم یو کس د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تور تر یوې لنډې نښتې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.