کابل، خوست او بلخ کې پنځه تنه د وسله والو غلاوو، وژنې او ژوبلې په تړاو ونیول شول.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۴:۵۱
1

د ملي پولیسو منسوبینو په کابل، خوست او بلخ ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د وسله والو غلاوو، وژنې او ژوبلې په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو دوه تنه یې د کابل ښار له دویمې او یوولسمې حوزو د وسله والو غلاوو او چپاولګرۍ، دوه تنه د خوست ولایت له اړوند سیمو د وژنې او یو تن د بلخ ولایت له اړوند سیمو د غلا په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو درې میله وسلې، دوه عرادې غلا شوي کرولا موټر او ۱۴۴۰۰ غلا شوي امریکايي ډالره د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز د کابل ښار د نهمې ناحیې له اړوند سیمو یو کرولا ډوله موټر تښتول شوی و، چې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې د نولسمې حوزې له اړوند سیمو ونیول شو.