څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۱۱:۹
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له سرحدي پولیسو سره یو ځای د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس له څه باندې یو کیلوګرامو هیرویینو سره نیولی دی.
همداراز؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ننګرهار ولایت کې هم درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.