څلورو ولایتونو کې؛ ۱۵ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۱۲
سیشب

پولیسو ځواکونو، ۱۵ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو په لغمان، کندز، بدخشان او خوست ولایتونو کې نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.
د نیول شویو کسانو څخه، ۲ زره ۹۷۷ دانې نشه یي ګولۍ، یوه اندازه چرس او تریاک د پولیسو لاسته راغلي دي.