پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی رییس الحاج حافظ نور الله انصار د پلازمېنې کابل پېښو ته د رسېدو او اطفایې مدیریت او اړوندو سټیشنونو کتنه وکړه.

د یادې کتنې موخه د وسایطو چک، کنټرول او د وسایطو فعال اوسېدو ترڅنګ د عاشورا په ورځو کې د وسایلو، تجهیزاتو، تاسیساتو د امادګۍ کچې کتل او له منسوبینو د اطفایوي امنیت ټینګښت په موخه مسلکي احضارات اخېستل وو.
پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی رییس اړونده منسوبین خپلو دندو ته متوجه کړل او سپارښتنه یې وکړه چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو او احتمالي اورلګېدنو په مهال دې ۲۴ ساعته سیمې ته د رسېدو بشپړ تیاری ولري.