پکتیکا کې ۳۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

hakimi-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۶:۴۰
1

تېره ورځ د پکتیکا ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې ۲۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. 
یاده نښته د جانیخېلو ولسوالۍ په “محمدامین او هستي” کلیو کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د ترهګرو ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. 
د یادونې وړ ده چې د یادو سیمو د تصفیې په پار د امنیتي ځواکونو عملیات په ګړندۍ توګه روان دي.